د ستر لیکوال او فرهنګي شخصیت ارواښاد استاد عبدالشکور رشاد د یادغونډې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر پيغام

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۳ - ۱۴:۱۶
Alama Shakoor Rashad

ارواښاد پوهاند عبدالشکور رشاد زموږ د هیواد له هغو سترو علمي، فرهنګي او ادبي شخصیتونو څخه دی چې د دې هیواد ادبي او علمي قشر به یې همیشه د خدمتونو پوروړی وي او نوم به یې همیشه په فرهنګي مجالسو کې یادیږي.
د نوموړي د تلین په را رسیدو له هر څه مخکې د هغه روح ته دعاء کوو. الله تعالی دې پر ګور نور او  له خپلو رحمتونو څخه برخمن کړي. آمین
استاد عبدالشکور رشاد لکه څنګه چې د علم او قلم په ډګر کې نوم درلود، همدا راز د شخصیت په لحاظ هم یو مؤمن، پاک زړی، مصلح او په خپل دین، وطن او ولس مئین شخص و. هغه له خپل ولس سره بې پایه مینه درلوده، د ولس دیني او ملي ارزښتونه یې د ځان لپاره ویاړ بلل او بشپړ پرې قانع و. هغه وخت چې زموږ هیواد د شرقي او غربي پردیو نظریاتو د تقابل ډګر و، چا د شوروي نسخه راوړه او چا د غرب او امریکا په نظریاتو تاکید کاوه. استاد رشاد په خپل اسلامي او افغاني فرهنګ قانع پاته شو. همیشه د خپل ولس تر څنګ واوسید او د هر پردي جابر او غاصب ځواک په وړاندې یې خپل قلم په پوره میړانه او جرأت وچلاوه.
کله چې په افغانستان امریکایي اشغالګرو تجاوز وکړ، سره له دې چې ډير سخت امتحاني حالات و او امریکایي توپان ډیر خلک ورسره واخیستل. خو استاد رشاد دلته هم خپل ایماني مسؤلیت اداء کړ، د ( خښمیدلې امریکا) په عنوان نظم او ( د تودو وینو حمام افغانستان شو) په نوم شعري ټولګه د نوموړي د جهادي موقف ښکاره مثالونه دي چې په پوره جرأت یې د امریکایي یرغل مخالفت وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد رشاد یادغونډه یو پر ځای او ښه اقدام بولي. زموږ ادبي ویاړونه باید همیشه په داسې غونډو کې یاد او کارنامې یې وستایل شي. تر څو د هغوی له ایماني او افغاني تشخص څخه مالامال کردارونو د ځوانو لیکوالو لپاره رهنما وګرځي او په پلونو یې ګام واخلي.
په پای کې د غونډې له ګډونوالو او جوړونکو څخه مننه کوو او د الله تعالی له دربار څخه ورته د اجر غوښتونکي یو.
په درناوي
د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر
ملا خیر الله خیرخواه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS