د زرنج ښار له یو شمېر ځوانو ترنم ویونکو سره د همږغۍ ناسته وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۴۰
تا

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس الحاج مفتي حبیب‌الله الهام په مشرۍ د کلتوري پروګرامونو د پراختیا او په دې برخه کې د لا زیاتو خدمتونو د ترسره کولو په موخه د زرنج ښار له یو شمېر ځوانو ترنم ویونکو سره د همږغۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د یادې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د ټولنې د کلتوري ودې په ځانګړې توګه د ترنم لپاره باید په ګډه کار وکړو، هڅه مو کړې ده، چې د ټولو کلتوري قشرونو لپاره پروګرامونه ترتیب کړو، ترڅو له دوی څخه ملاتړ وکړو او هغوی وهڅوو، په دې برخه کې تاسو د ځوانانو د استعدادونو د هڅولو او کشفولو لپاره د ترنم د سیالیو شاهدان یاست.
د غونډې ګډونوالو د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له فعاليتونو څخه د مننې ترڅنګ د ترنم په برخه کې خپل وړانديزونه او نظرونه وړاندې کړل، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس هم د کلتوري پروګرامونو د ښه والي لپاره د دوی وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې دې برخه کې به هیڅ راز هڅه ونه سپموي.

۱۴۴۶/۹/۱۷ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۷ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۲۲:۳۶
Background image

هلمند کې د بست کلا شیشک حفاظتي چارې د اته سوه زره افغانیو په ارزښت پیل شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د هلمند ولایت د تاريخي او لرغونې بست کلا شیشک حفاظتي چارې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو د اته سوه زره افغانیو په ارزښت سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۳۸
Background image

فراه کې له محلي رسنیو څارنه وشوه

د فراه ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دنیاى نو راډیو تلویزیون او نوای زن راډیو له نشراتو څخه څارنه او لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر د یادو رسنیو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

خبريالان دې د ولسونو ستونزې او پيغامونه تر مسؤلينو ورسوي

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو د سیمه ‌ییزو رسنیو د پیاوړتیا، د خبریالانو د ستونزو د اورېدو او د دولت او رسنیو ترمنځ د لا ډېرې همږغۍ په موخه له یو شمېر خبریالانو او د رسنیو. . .

BACK TO NEWS