خبريالان دې د ولسونو ستونزې او پيغامونه تر مسؤلينو ورسوي

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۵:۳۴
قفغع

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو د سیمه ‌ییزو رسنیو د پیاوړتیا، د خبریالانو د ستونزو د اورېدو او د دولت او رسنیو ترمنځ د لا ډېرې همږغۍ په موخه له یو شمېر خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو سره ګډه ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: رسنۍ باید د اسلامي امارت له اصولو سره سم فعالیت وکړي او خبریالان دې هڅه وکړي، چې د خلکو ستونزې او پیغامونه مسؤلینو ته ورسوي او د حکومت کړنو ته انعکاس ورکړي.
همدا راز د اطلاعاتو آمر په خپلو خبرو کې وويل: دا ناسته د خبریالانو د نظریاتو او ستونزو د اورېدو، او د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا نږدې اړیکو د رامنځته کېدو په موخه جوړه شوې وه.
ورپسې خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو څخه مننه وکړه او د ورته ناستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

۱۱/۱۰/۱۴۴۶ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS