د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د رسنيز وضعيت ارزولو په موخه ناسته وشوه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۱۶
و...

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو د محلي رسنیو له مسؤلينو او خبريالانو سره د رسنيز وضعيت ارزولو او ستونزو ته د رسيدنې په موخه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د لغمان ولایت د محلي رسنیو مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د رسنیو پر کاري وضعیت، ستونزو او ننګونو خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل: د اسلامي امارت مسؤلين له رسنیو او خبریالانو سره پوره همکاریو ته ژمن دي او ډاډ یې ورکړ، چې دغه ولایت کې به د خبریالانو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې خبریالانو ته په روغتیایي برخو کې د فیس او درملو اړوند ځانګړي تخفیف زمینه برابرولو په موخه، د عامې روغتیا ریاست سره خبرې پیل کړي دي. 

۱۴۴۶/۱۱/۳۰ هـ ق

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS