د خپلواکۍ څلورمه کلیزه په پوره جوش او ولولو سره د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۰:۲۵
...

په ټول هېواد کې د اسلامي امارت د مشرانو، دیني عالمانو، مجاهدینو، قومي مخورو او ولسونو له لوري د خپلواکۍ څلورمه کلیزه (د زمري ۲۴مه) د فتحې ورځ په پوره جوش او ولولو سره د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د ۱۴۰۰ لمریز کال زمري ۲۴ مه نېټه د افغانستان اسلامي امارت د غیرتي ولس په مرسته د بې ساري قربانیو په ورکولو سره امریکایانو او متحدینو ته یې په سیاسي او نظامي برخو کې ماتې ورکړه او اسلامي نظام یې یو ځل بیا په هېواد کې قایم کړ، چې دا ورځ (دزمري ۲۴ مه) په تاریخ کې د ویاړمنې ورځې په نوم ونومول شوه.
د اسلامي نظام په بیا ځلې حاکمیت سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډاډمن امنیت تامین شوی او د ټولنې ټول قشرونه یې تر سیوري لاندې په خوندي ډول ژوند تیروي، په تیرو څلورو کلونو کې اسلامي امارت په سیاسي، کلتوري، اقتصادي، نظامي او ټولنیزو برخو کې سترې لاسته راوړنې لري.
د فتحې د‌ څلورمې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې ولسونو په جوش او ولولو سره يو او بل ته مبارکۍ ورکړې او دا ورځ د افغانستان په تاريخ کې له وياړه ډکه ورځ وبلله. 

۱۴۴۷/۲/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS