بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
..

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په وده کې د رسنیو رول او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: رسنۍ د خلکو په پوهاوي، د اسلامي افکارو په عامولو، د ناسمو افکارو د خپرېدو په مخنیوي او د اصلاحي فکرونو په پراخولو کې مهم او رغنده رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې رسنۍ کولای شي د ټولنې په اصلاح او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو په پلي کېدو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
د غونډې په لړ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه‌الله) د ۳۲ ګڼې فرمان واورل شو، چې په دغه فرمان کې د جهادي، فرهنګي، ادبي او معنوي ارزښتونو پر ساتنې ټینګار شوی دی.
په بادغیس کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي د شته همکاریو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده او د رسنیو خپرونې د ا.ا.ا د پالیسۍ له مخې دوام لري.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د لا زیاتو همغږیو او همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۱/۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸ - ۱۰:۵۲
Background image

ننګرهار کې د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د دې ولايت د رسنيو له استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸ - ۱۰:۴۶
Background image

هرات کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ونمانځل شوه

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه، چې دې ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزی، یو شمېر مجاهدینو، علماوو، فرهنګیانو او د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۸ - ۱۰:۳۹
Background image

د آزادۍ ورځو( د زمري ۲۴مې او ۲۸مې) په مناسبت ولسي مشاعرې ترسره شوه

سه‌شنبه (۱۴۴۸ د ربیع‌الاول ۴مه نېټه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ترنم او ترانو ریاست له لوري د هېواد د آزادۍ ورځو (د زمري۲۴مې او ۲۸مې) په مناسبت په غازي. . .

BACK TO NEWS