د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د زده کوونکو ترمنځ د اخیستل شوې سیرت النبي سیالۍ ازموینې پایلې اعلان شوې

rahim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۳:۲۰
Paktia province

دو شنبه ( ۲۲ درمضان المبارک ۱۴۴۵ ) د پکتیا ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت لخوا د بيلابيلو خصوصي کورسونو ښوونیزو مرکزونو زده کوونکو ترمنځ د اخیستل شوې سیرت النبي سیالۍ ازموینې پایلې اعلان شوې.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار د یادې سیالۍ پایلو اعلان پرمهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت باندې خبرې وکړې او زياته يې کړه؛ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت څخه باید ټول ځانونه خبر کړو، چې څه ډول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند کړی، ټولنه يې څنګه رهبري کړې او د اسلام مبارک دین په رسولو کې يې څه ډول چلند او سیاست څخه کار اخیستی دی.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر اصف الرحمن خپلواک د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت باندې دخبرو ترڅنګ زیاته کړه؛ چې د زده کوونکو او ځوانانو فکري روزنې لپاره مختلف پروګرامونه لري او د هغوی لپاره د زده کړو زمینې برابروي. نوموړي زده کوونکو او ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلوونکو نورو سیالیو کې هم پراخه برخه واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د دغې سیالۍ لومړۍ مقام ګټوونکی حبیب الرحمن، دویم فیصل او دریم محب الله په نومونو ؤ، چې په یو شمېر ډالیو باندې وستایل شول.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۳۳
Background image

لغمان کې یوه لرغونې سیمه کشف شوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو دایمي پنډغالي سره د تورغره په لمن کې یوه لرغونې سیمه کشف شوې چې تاریخي مخینه یې د بودیزم دورې ته رسیږي.
. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

BACK TO NEWS