د ختيځ زون د د‌ولتي ادارو ویاندویانو ته ښوونيز سيمينار ترسره شو

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۷:۵۱
خن

نن سه شنبه ( ۳۰ د صفر المظفر ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د ختيځ زون د دولتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ د غونډې دوهمه برخه ښوونيز سيمينار ته ځانګړې شوې وه.
د سمينار ګډونوالو ته د وينا پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت حقوقي سلاکار قاري سعید خوستي وويل: فکري جګړه هغه جګړه ده، چې مخنیوی یې باید له توندوالي لرې او د سپکو الفاظو څخه خوندي وي، پر شخص نقد مه کوئ، پر افکارو نقد وکړئ، د افکارو جوړښت ته متوجه شئ، سالم فکر انتقال کړئ، موږ که د بد فکر په وړاندې مبارزه جاري وساتو، ولس به خپله قضاوت وکړي، چې د بدو افکارو تابعین څوک وه، اسلامي امارت په تیرو شلو کلونو کې چاته د کفر او نور سپک الفاظ نه دي کارولي، د اسلامي امارت رسنیزه پالیسي باید مطالعه کړئ، تاسو د ادارو ویاندویان یاست، همدې ادارو  ته کار کوئ، د ادارې لاسته راوړنې، خدمات او پرمختګونه نشر کړئ، له بې ضرورته مدحو تېرشئ.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالحق حماد د خپلې وينا پرمهال وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځان مسؤل ګڼي، چې د تیرو شلو کلونو وران شوي افکار ورغوي، موږ تر فزیکي جګړې بریالي راووتو، اوس به د فکري جګړې په وړاندې مبارزه کوو، راځئ پوه شو، چې غرب له کلونو دا هڅې جاري ساتلي، ترڅو زموږ مؤمنانو په وړاندې
توطیې جوړې کړي، چې اکثریت یې د رسنیو  په واسطه را انتقال کړي دي، مونږ باید هوښیار واوسو.

همدا راز د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د اسلام له نظره د رسنیو اهمیت تر سرلیک لاندې موضوع باندې هر اړخیزه وینا وکړه او په خپله وینا کې يې ویاندویانو ته د الله تعالی د احکامو او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیرت او کړو وړو په رڼا کې د ځان پر برابرولو سپارښتنه وکړه.
نوموړي وویل: حقایق بیان کړئ او هغه شیان خپاره کړئ، چې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن کم کړي او ولس ته د دولت او دولت ته د ولس پیغام په ښو الفاظو او ښو ټکو بیان کړئ.

۱۴۰۳/۶/۱۳ ھ ل
۲۰۱۴/۹/۳ ميلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۰
Background image

پنجشېر کې د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت په اړه زده کړیز پروګرام جوړ شو

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (د اسلامي نظام د ګټو او د اسلام له نظره د انسان د پیدایښت) تر عنوان لاندې یو ورځنۍ زده کړیز پروګرام د دې ولایت لسګونو ځوانانو په شتون کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

د ضحاک لرغونې ښار څخه لیدنه ترسره شوه

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د ضحاک لرغونې ښار څخه د عمومي حالت څیړلو په موخه لیدنه وکړه.
قاري سید مصطفی صالح وویل، چې د دغه ښار د مرمت کارۍ دویم فاز چارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۵۸
Background image

د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل

د کابل پوهنتون لرغون پېژندنې څانګې یو شمېر استادانو او محصلینو د پوهاند عصمت الله عثماني په مشري نورستان ولایت ته د علمي سفر په ترڅ کې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل.
پوهان. . .

BACK TO NEWS