د خبريالانو خونديتوب کمېټې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه
په ميدان وردګو ولايت کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې خپله ناسته د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئیس مولوي حبيب الله مجاهد تر مشرۍ لاندې تر سره کړه.
په ياده ناسته کې د ميدان وردګو ولایت ټولو خبريالانو، د امارتي ادارو مسؤلينو او وياندويانو ګډون درلود چې پکې د ژورنالېستانو په ستونزو او لاسته راوړنو خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد خبريالانو ته د ښه راغلاست تر څنګ له دوی مننه وکړه، چې تر دې مهاله یې د دین او اسلامي نظام د اصولو سره سم نشرات کړي او لا هم ژمن دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په ميدان وردګو ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
د رسنيو مسؤلينو د اسلامي امارت له رهبرۍ او مسولينو مننه وکړه او ويي ويل: چې د اسلامي نظام په راتګ سره معلوماتو ته د خبريالانو لاسرسی آسانه شوی او تر دې مهاله د دوی د کار پر وړاندې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.
۱۴۴۶/۴/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۱ هـ ل