د جهادي ارزښتونو لوی ریاست د جهادي آثارو راټولولو په لړ کې یو میل امریکایي غنیمت شوی ثقیل تر لاسه کړ

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۵۵
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی رياست اړوند د جهادي کارنامو او موزيم رياست د جهادي ميراثونو د راټولولو په لړ کې په کندهار ولايت کې ۱۷ کاله پخوانی غنیمت شوی امريکايي ثقیل ترلاسه کړ.
د کندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د شلغمۍ مانده سیمه کې د افغانستان اسلامي امارت د يو تن زړور او سرسپارلي مجاهد د زرقاویانو د قطار سر لاری محمد نسیم زرقاوي له لوري په ۲۰۰۸ کال کې امريکايي اشغالګرو ته د پوستو او قرارګاه جوړولو پرمهال د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله ځاني او مالي زيان واوښت، چې د ځاني تلفاتو تر څنګ يې يو ميل امریکایي ثقیل او څو نور شاجوره هم همدې سيمه کې تر خاورو لاندې شوی و، چې اوولس کاله بعد د کندهار د قول اردو د انجينرۍ ټيم ته په یاده ساحه کې د تاسيساتو جوړولو پرمهال په لاس ورغلې دي او د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رياست اړوند د جهاد د کارنامو او موزيم ریاست ته د امريکايي اشغالګرو سره د جهادي دورې د يو مهم غنيمت په توګه چې د پيښې له ورځې اوولس کاله بعد تر لاسه شوی، و سپارل شو، دا ثقیل د اشغال ضد جهاد يوه نادره نښه ده، چې د اسلامي امارت د مبارزو اتلانو زړورتيا او استقامت څرګندوي، چې د تاريخي یادګار په توګه به په جهادي موزیم کي وساتل شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت زړور مجاهدين د سپيڅلي جهاد پر مهال دا ډول د سرښندنې او زړورتیا زرګونه کارنامې لري، چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې رياست يې په راټولولو بوخت دی او د ساتنې په موخه يې جهادي موزيم هم جوړ شوی دی.

۱۴۴۶/۱۲/۱۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۶:۴۵
Background image

د اطلاعاتو اوکلتور وزارت فرهنګي آتشې د روسیې فدراسیون د ملي اقتصاد د لاسته راوړنو په نندارتون کې ګډون وکړ

په مسکو – روسیه کې د ا. ا. ا. لوی سفارت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې فضل الهادي حمزه د روسیې فدراسیون د ملي اقتصاد د لاسته راوړنو په نندارتون کې د توریزم په پنځم نړیوال فورم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۵۵
Background image

د جهادي ارزښتونو لوی ریاست د جهادي آثارو راټولولو په لړ کې یو میل امریکایي غنیمت شوی ثقیل تر لاسه کړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی رياست اړوند د جهادي کارنامو او موزيم رياست د جهادي ميراثونو د راټولولو په لړ کې په کندهار ولايت کې ۱۷ کاله پخوانی غنیمت شوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين د بهزاد مارکیټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

دوشنبه ( ۱۹ د ذوالحجې ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق ‌الله عزیزی د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد او د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس. . .

BACK TO NEWS