د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئيس د يوه پلاوي په ملتیا د څرخي پله زندان څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۳:۱۲
لات

د افغانستان د جهادي او تاریخي ارزښتونو د ساتنې او پیاوړتیا په موخه د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د سمعي او بصري ریاست رئیس مولوي فیض الله جوهري، د تاریخي ارزښتونو رئیس حافظ حمدالله سعید او ورسره مل پلاوي د څرخي پله زندان څخه لیدنه وکړه.
د دې ليدنې موخه د زندان د وضعیت ارزونه، د تاریخي او جهادي آثارو ساتنه او د زندانیانو ستونزو ته رسیدګي وه، چې د پلاوي غړو د زندانونو د سمون ادارې له لوی رئیس مولوي محمد يوسف مستري سره هم لیدنه وکړه.
مولوي ذبیح الله نوراني د څرخي پله زندان تاریخي ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د څرخي پله زندان د جهاد په مختلفو دورو کې د مجاهدینو کور پاتې شوی، دا یوازې یو زندان نه بلکې د قربانیو، استقامت او جهادي مقاومت یو ژوندی تاریخ دی، غواړو چې د دې ځای تاریخي او جهادي ارزښتونه وساتو او راتلونکو نسلونو ته یې په سمه توګه انتقال کړو.
د زندانونو د سمون ادارې لوی رئیس مولوي محمد يوسف مستري د پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او د زندان د اوسني وضعیت، د اصلاحاتو، او د زندانیانو د ستونزو د حل لپاره د روانو هڅو په اړه یې معلومات ورکړل.
نوموړي موافقه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د زندان هغه توکي چې جهادي او تاريخي ارزښت لري، د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست ته وسپاري.
پلاوي د زندان دننه د تاریخي آثارو د خوندي ساتلو لپاره هم له مسئولینو سره خبرې وکړې. 

۱۴۴۶/۹/۱۲ ق 
 ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۲۳:۱۳
Background image

کندز کې د رسنيو له مسؤلينو، خبريالانو او د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

کندوز ولايت کې د ولایت مقام د دفتر رئیس په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همږغۍ د رسنيو له مسؤلينو، خبريالانو او د امارتي ادارو له وياندويانو سره د همږغۍ غونډه وشوه.

د اطلاعاتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

مجاهد ملي موزیم ته ۴ قلمه لرغوني کلتوري آثار وسپارل شول 

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند مجاهد ملي موزیم ته د دې ریاست د رئیس مولوي حبیب الله مجاهد له لوري څلور قلمه لرغوني کلتوري آثار وسپارل شول. 
مولوي حبیب الله مجاهد د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

مجاهد ملي موزیم ته ۴ قلمه لرغوني کلتوري آثار وسپارل شول 

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند مجاهد ملي موزیم ته د دې ریاست د رئیس مولوي حبیب الله مجاهد له لوري څلور قلمه لرغوني کلتوري آثار وسپارل شول. 
مولوي حبیب الله مجاهد د. . .

BACK TO NEWS