د تیکا موسسې رئیس د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۹:۴۳
....

تېره ورځ د تیکا موسسې رئیس (عرفات دنیز) د هرات ولایت څخه بادغیس ته د خپل سفر په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور له رئیس اخندزاده مطیع الله متقي سره وکتل.
 ښاغلي دنیز ژمنه وکړه چې د ځوانانو د روزنيز مرکز د تجهيز، د روزنيزو پروګرامونو د تنظيم، د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د وړانديز شويو کتابونو د چاپ او د دغه رياست د اداري ودانۍ د ترميم په برخو کې به همکاري وکړي.
په ورته وخت کې ښاغلي متقي د تیکا دفتر د مشر په شتون خوښي څرګنده کړه او د افغانستان له خلکو سره یې د دوست هېواد ترکیې په ځانګړې توګه د تیکا موسسې د دوامداره مرستو له امله مننه وکړه.


۱۴۴۵/۵/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۸/۲۸ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۴۷
Background image

سرپل کې د بيهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانيستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست له لوري سرپل ولایت کې د ګټورو او معياري کتابونو ته د مناسبې بيې په بدل کې د اسانه لاسرسي برابرولو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه له خطاطانو او رسامانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هنري فعالیتونو پیاوړتیا په موخه له خطاطانو او رسامانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار وویل: خطاطي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معين د سمنګان ولایت اړوند له تاريخي آبداتو او لرغونو سيمو څخه ليدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي قدرت‌الله جمال، د يو پلاوي په مشرۍ سمنګان ولايت ته سفر وکړ او د دغه ولايت اړوند له يو شمېر تاريخي آبداتو، لرغونو سيمو او د. . .

BACK TO NEWS