د بغلان کلتوري سیمو ته د کورنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی
چهارشنبه ( ۱۰ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: په وروستیو درې کلونو کې د بغلان کلتوري سیمو ته د سیلانیانو راتګ زیات شوی دی.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د چمقلا او پهلوان جمعه خان له لرغونو سیمو څخه يې لیدنه کوله وویل: ددې ولایت کلتوري سیمو ته په وروستیو درې کلونو کې د کورنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی او سیلانیان هڅه کوي څو د دې ولایت لرغوني او کلتوري ځایونه وګوري.
ښاغلي حقاني زیاته کړه؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې چمقلا او د پهلوان جمعه خان غونډۍ لرغونی تاریخ لري او د معلوماتو په اساس په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا سل تنه سیلانیان چې ډېر یې د بغلان او د څېرمه ولایتونو اوسېدونکي دي له دې سیمو لیدنه کوي.
د بغلان اوسېدونکي محمدیار احمدي چې د چمقلا له لرغونې سیمې څخه يې لیدنه کړې وايي: خلک باید له پخواني کلتور څخه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه له دې سیمو څخه لیدنه وکړي او د هېواد له کلتوري هویت څخه خبر شي.
