د بغلان کلتوري سیمو ته د کورنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی

wares_admin
Wed, Mar 20 2024 12:25 PM
…

چهارشنبه ( ۱۰ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: په وروستیو درې کلونو کې د بغلان کلتوري سیمو ته د سیلانیانو راتګ زیات شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د چمقلا او پهلوان جمعه خان له لرغونو سیمو څخه يې لیدنه کوله وویل:  ددې ولایت کلتوري سیمو ته په وروستیو درې کلونو کې د کورنیو سیلانیانو راتګ زیات شوی او سیلانیان هڅه کوي څو د دې ولایت لرغوني او کلتوري ځایونه وګوري.
ښاغلي حقاني زیاته کړه؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې چمقلا او د پهلوان جمعه خان غونډۍ لرغونی تاریخ لري او د معلوماتو په اساس په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا سل تنه سیلانیان چې ډېر یې د بغلان او د څېرمه ولایتونو اوسېدونکي دي له دې سیمو لیدنه کوي.

د بغلان اوسېدونکي محمدیار احمدي چې د چمقلا له لرغونې سیمې څخه يې لیدنه کړې وايي: خلک باید له پخواني کلتور څخه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه له دې سیمو څخه لیدنه وکړي او د هېواد له کلتوري هویت څخه خبر شي.

تازه ترین اخبار

Sat, Jun 20 2026 2:38 PM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Visits Renowned Afghan Writer and Researcher Ustad Mohammad Asif Samim

Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, visited the residency of the renowned Afghan writer, researcher, and literary. . .

Thu, Jun 18 2026 12:47 PM
Background image

Senior Officials of the Ministry of Information and Culture Visit and Honor Ustad Habibullah Rafi

Senior officials of the Ministry of Information and Culture visited the residence of renowned Afghan scholar, historian, researcher, and writer Ustad Habibullah Rafi to inquire about. . .

Thu, Jun 18 2026 11:24 AM
Background image

Two-Day Art and Cultural Exhibition “Wesal-e-Hunar” Opens in Kabul

A two-day art and cultural exhibition titled “Wesal-e-Hunar” (Union of Art) was inaugurated at the Negaristan Department by the Directorate of Fine Arts, under the Deputy Ministry of. . .

BACK TO NEWS