د بغلان له سیمه ییزو رسنیو نظارت ترسره شو

tawana_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۰/۷ - ۱۱:۲۸
dfgh

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو له سیمه ییزو رسنیو د نظارت او د هغوی د ستونزو د اوریدلو په موخه له یو شمیر رسنیو نظارت ترسره کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د اطلاعاتو د آمر په ملتیا د ملي ټلویزیون، تنویر تلویزیون، ملي رادیو او ارزو رادیو څخه نظارت ترسره کړ، رسنیزې چارې یې وارزولې او د رسنیو استازو ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: له یادو رسنیو څخه یې د نظارت موخه د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د رسنیو د  رسنیزو خپرونو پراختیا، په خبري برخه کې رسنیو ته د همکارۍ ډاډ ورکول، د خپرونو د تنظیم لپاره د لازمو سپارښتنو کول او د مطبوعاتي هڅو ستایل وو.

هاشمي زیاته کړه؛ په دغه ولایت کې په دوامداره ډول له سیمه ییزو رسنیو څخه وخت په وخت د نشراتي چارو د لا ښه والي په موخه نظارت ترسره کیږي، څو دغه رسنۍ نور هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همږغۍ خپلې خپرونې تنظیم کړي.
د رسنیو مسؤلینو وویل: دا چاره دوی د غوره فعالیتونو د ترسره کولو لپاره هڅوي، تر څو دوی ګټور فعالیت ترسره کړي.

۱۴۴۶/۶/۲۴ ھ ق
۱۴۰۳/۱۰/۶ ھ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د نیمروز ولایت ځوانانو د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل

د نيمروز ولایت یو شمېر ځوانانو نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي سميع الحق حق بیان سره وکتل او په فرهنګي او سیاحتي موضوعاتو یې خبرې وکړې.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د کابل ژورنالېزم انسټيټيوټ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړو لړۍ پيل شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې آمريت له لورې د کابل ژورنالېزم انستیتیوت ۳۷ تنو زده کړیالانو ته يوه مياشتنۍ ښوونيزه لړۍ پيل شوه، چې دوه ورځې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

BACK TO NEWS