د بامیانو ولایت له لرغونو سیمو څخه لیدنه او څارنه وشوه

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د بامیانو د شاهی ښارګوټي له هغو مغارو څخه لیدنه او څارنه وکړه چې د فولادي درې په سر کې د ترناوې، قول اکرم او قلعه غمي کلیو کې واقع دي.
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح د دغې څارنې پر مهال له یو شمېر اوسېدونکو سره د دې سیمو د ارزښت او ساتنې په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د دغو ارزښتمنو آثارو په ساتنه کې له یاد ریاست سره همکاري وکړي.
همدارنګه ښاغلي صالح د (۰۱۲) قطعې سرتېرو ته لارښوونه وکړه، چې په ټاکليو وختونو کې له دغو لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړي او د هر ډول خودسره ودانیو جوړولو او تاریخي آبداتو د ویجاړولو مخه ونیسي.
د سیمې اوسېدونکو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې لیدنې او څارنې مننه وکړه او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
۱۴۴۶/۸/۱۸ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۹ل