د اړيکو د پراختيا او تحکيم لپاره مناسب فرصت موجود دی
پنجشنبه ( ۹ د ربيع الاول ۱۴۴۶) یادې څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب د سنت پیټرزبورګ د دولت غړي او ددې ولايت د بهرنيو اړيکو له مسؤل ايفګيني دميتريويچ ګريګوري سره د کتنې پر مهال وکړې.
ښاغلي ګريګوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه او ورسره پلاوي ته د روسيې په سنت پیټرزبورګ کې د ( کلتوري اتحاد ) ناستې ته چې د سپتمبر مياشتې له ۱۱ مې څخه تر ۱۴ مې نيټې پورې ترسره کېږي د ګډون لپاره ښه راغلاست ووايه او زياته ېې کړه؛ مونږ ته د افغانستان وضعیت د درک وړ دی، مونږ د کلتوري اړيکو جوړولو په برخه کې هر ډول همکارئ ته اماده يو.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب په خپلو خبرو کې اوسنی وضعیت د دواړو هيوادونو د اړيکو د پراختيا او تحکيم لپاره مناسب فرصت وبللو.
خيرخواه صاحب زياته کړه افغانستان د لرغوني تاريخ او اصيل کلتور په درلودو سره د نړۍ د تمدن مرکز دی، اړتيا ده چې د کلتوري ديپلوماسۍ په پراختيا سره د دواړو هيوادونو اړيکې لا مستحکمې شي.
همدا راز ښاغلي خيرخواه د دواړو هيوادونو تر منځ د مشترکو نندارتونونو په جوړولو ټينګار وکړ او د نندارتونونو رول يې د کلتورونو په پېژندلو کې مهم وبللو.
۲۰۲۴/۹/۱۲ ميلادي
۱۴۰۳/۶/۲۲ هـ ل
