د اړيکو د پراختيا او تحکيم لپاره مناسب فرصت موجود دی

tawana_admin
جمعة, سبتمبر 13 2024 6:04 صباحا
kjh

پنجشنبه ( ۹ د ربيع الاول ۱۴۴۶) یادې څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب د سنت پیټرزبورګ ‌د دولت غړي او ددې ولايت د بهرنيو اړيکو له مسؤل ايفګيني دميتريويچ ګريګوري سره د کتنې پر مهال وکړې.
ښاغلي ګريګوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه او ورسره پلاوي ته د روسيې په سنت پیټرزبورګ کې د ( کلتوري اتحاد ) ناستې ته چې د سپتمبر مياشتې له ۱۱ مې څخه تر ۱۴ مې نيټې پورې ترسره کېږي د ګډون لپاره ښه راغلاست ووايه او زياته ېې کړه؛ مونږ ته د افغانستان وضعیت د درک وړ دی، مونږ د کلتوري اړيکو جوړولو په برخه کې هر ډول همکارئ ته اماده يو.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه صاحب په خپلو خبرو کې اوسنی وضعیت د دواړو هيوادونو د اړيکو د پراختيا او تحکيم لپاره مناسب فرصت وبللو.

خيرخواه صاحب زياته کړه افغانستان د لرغوني تاريخ او اصيل کلتور په درلودو سره د نړۍ د تمدن مرکز دی، اړتيا ده چې د کلتوري ديپلوماسۍ په پراختيا سره د‌ دواړو هيوادونو اړيکې لا مستحکمې شي.

همدا راز ښاغلي خيرخواه د‌ دواړو هيوادونو تر منځ د مشترکو نندارتونونو په جوړولو ټينګار وکړ او د نندارتونونو رول يې د کلتورونو په پېژندلو کې مهم وبللو.


۲۰۲۴/۹/۱۲ ميلادي
۱۴۰۳/۶/۲۲  هـ ل

تازه ترین اخبار

اثنين, يونيو 15 2026 2:43 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين، الموافق 29 ذو الحجة 1447هـ،عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
ونا. . .

أحد, يونيو 14 2026 1:46 مساء
Background image

تسليم سيف تاريخي إلى المتحف الوطني

تم تسليم سيف تاريخي إلى المتحف الوطني من قبل أحد سكان ولاية پکتيا، السيد حبيب الرحمن نوري، وذلك بحضور نائب وزارة الإعلام والثقافة لشؤون الثقافة والفنون، المولوي عتيق الله عزيزي.
وأوضح. . .

سبت, يونيو 13 2026 8:43 صباحا
Background image

مشاركة الملحق الثقافي لسفارة الإمارة الإسلامية الأفغانية في موسكو في مراسم الدعاء للمسلمين المظلومين في فلسطين

شارك الملحق الثقافي بوزارة الإعلام والثقافة في سفارة الإمارة الإسلامية الأفغانية لدى العاصمة الروسية موسكو، السيد فضل الهادي حمزة، في مراسم أُقيمت بسفارة دولة فلسطين تحت عنوان: «الدعاء. . .

BACK TO NEWS