د امير بند په ملي پارک کې د ګرځندوى فصل د پيل جشن جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۴:۹
د امير بند په ملي پارک کې د ګرځندوى فصل د پيل جشن جوړ شو

د ګرځندوى فصل د پيل په مناسبت پرون د باميانو په امير بند کې د ګرځندوی جشن د ګرځندوی د زرګونو مينه والو په ګډون جوړ شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه جشن د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د يکاولنګ ولسوالۍ او د غلغله، چاربرج هايلند، راه ابريشم او کوه بابا د هوټلونو په همکارۍ د دولتي ادارو د رييسانو، ولسوالانو، هنرمندانو، فرهنګيانو او مېلمنو په ګډون جوړ کړ.
د دغه جشن د مراسمو په پيل کې د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اسحاق موحد د ګرځندوی، د ګرځندوی د جاذبو او په دې برخه کې د باميانو د ښکلا په اړوند خبرې وکړې.
هغه د دغه جشن د جوړولو موخه په باميانو کې د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره هلې ځلې وبللې او ويې ويل: باميان د افغانستان مېلمستون دى.
دغه راز هغه هيله څرګننده کړه چې په دغه جشن کې د ګډون په موخه زيات سيلانيان باميانو ته راشي.
وروسته د يکاولنګ ولسوال عظيم فريد د دغه جشن د جوړونکو بنسټونو څخه مننه او قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې د امير بند د افغانستان ملي پارک دى او د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري.
هغه څرګنده کړه چې سيمه یيزه اداره تل د فرهنګي پروګرامونو ملاتړ کړى دى او د هغو مېلمنو د امنيت د تامينولو ډاډ ورکړ چې د امير بند ملي پارک ته راځي.
په دغه جشن کې د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د سينماګرانو د تياتر هنرمندانو هم هنري پارچې اجرا کړې.

کابل/ د غبرګولي ۸ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS