د امارتي ادارو لسګونو تنو کارکوونکو ته درې ورځنی عقیدوي سیمینار پیل شو
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د امارتي ادارو شاوخوا سل تنو کارکوونکو ته د فکري او عقیدتي روزنې او د (اضرار معاصي) کتاب د منځپانګې په اړه درې ورځنی سیمینار پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: د دې سیمینار موخه د نفس تزکیه، د اسلامي شریعت په رڼا کې د ژوند د طریقې زده کړه او له ګناهونو څخه لرې والی دی، چې موضوعات یې د نامتو علماوو له خوا تدریسېږي.
ښاغلي هاشمي د سیمینار په پیل کې د مسلمان ټولنیزو ښو صفتونو په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې خپلې زدهکړې په عملي ژوند کې پلي کړي.
د سیمینار په لومړۍ ورځ د سیمینار وړاندې کوونکو د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند، د (اضرار معاصي) کتاب موضوعاتو او د ګناهونو پایلو په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې له ګناهونو څخه ځانونه وساتي او خپل ژوند د اسلامي شریعت له احکامو سره سم برابر کړي.
ورته مهال ګډونوالو یاد سیمینار ګټور وباله او د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو غوښتونکی شول.
۱۴۴۸/۰۶/۱۷ هـ.ق
