د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرندویو او فرهنګي بازار د هټیو د نوم‌ لیکنې بهیر پیل شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۴۵
...

شنبه (د ۱۴۴۸ د جمادي‌الثاني ۱۷مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست اړوند د خپرندویو او فرهنګي بازار د هټیو د نوم ‌لیکنې بهیر د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په شتون کې پیل شو.
د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست مسؤولینو وویل: د دې بهیر موخه د خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو لپاره د منظم فعالیت زمینه برابرول او د کتابونو او چاپي اثارو د پلور په برخه کې اسانتیاوو رامنځته کول، د خپرندوی صنعت ملاتړ، د فرهنګي فعالیتونو پراختیا او پیاوړتیا او د مطالعې فرهنګ عامول دي.
د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هڅو په پایله کې خپرندوی او فرهنګي بازار جوړ شوی، چې لویه برخه یې خپرندویانو او کتاب‌پلورونکو ته ځانګړې شوې ده او نن یې د نوم‌ لیکنې بهیر پیل شو.
ښاغلي فراهي زیاته کړه، د نوم‌ لیکنې په بهیر کې هغو هېوادوالو ته لومړیتوب ورکول کېږي، چې له بهرنیو هېوادونو څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او تر دې وړاندې یې د کتاب ‌پلورنې په برخه کې فعالیتونه ترسره کړي وو. همدارنګه، هغه کسان چې په مرکز او ولایتونو کې په فرهنګي برخو کې فعالیت کوي، هم کولای شي د یادو هټیو د ترلاسه کولو لپاره نوم‌ لیکنه وکړي.
د ښاغلي فراهي په وینا؛ د هټیو د کرایې د ورکړې په برخه کې به هم له غوښتونکو سره همکاري وشي، ترڅو د کتاب خپرولو په برخه کې د هغوی د فعالیت او پانګونې زمینه برابره شي.
دغه راز، خپرندویانو او کتاب‌ پلورونکو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او خپلې نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې یې له مسؤولینو سره شریکې کړې، چې د خپرونو چارو معین له لوري د دوی د ستونزو د هر اړخیز حل ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۸/۰۶/۱۷ هـ.ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د ټولنې د پرمختګ په موخه د همغږۍ میاشتنی ناسته وشوه

د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ارتباط دفتر مؤسسې په همکارۍ د ټولنې د پرمختګ په موخه د همغږۍ میاشتنۍ غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري خالد احمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د امارتي ادارو لسګونو تنو کارکوونکو ته درې ورځنی عقیدوي سیمینار پیل شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د امارتي ادارو شاوخوا سل تنو کارکوونکو ته د فکري او عقیدتي روزنې او د (اضرار معاصي) کتاب د منځپانګې په اړه درې ورځنی سیمینار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرندویو او فرهنګي بازار د هټیو د نوم‌ لیکنې بهیر پیل شو

شنبه (د ۱۴۴۸ د جمادي‌الثاني ۱۷مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست اړوند د خپرندویو او فرهنګي بازار د هټیو د نوم ‌لیکنې بهیر. . .

BACK TO NEWS