د افغان فولاد د اوسپنې ويلې کولو فابريکې د دوهمې برخې کارونه د ۳۰ ميليونه ډالرو په ارزښت شروع شول

جمعه(۲۴ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د صنعت او تجارت د وزير الحاج نورالدين عزیزي، د هرات د والي شيخ الحدیث مولانا نور احمد اسلامجار او سوداګرو په ګډون د افغان فولاد د اوسپنې ويلې کولو فابريکې د دوهمې برخې کارونه د ۳۰ ميليونه ډالرو په ارزښت شروع شول.
د افغان فولاد د اوسپنې ويلې کولو فابريکې رئيس حيات الله نظري وويل: د فابريکې د اولې برخې کارونه څه موده وړاندې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت سرته رسيدلي و، چې ۵۰۰ تنه پکښې په کار بوخت دي او هره ورځ ۳۰۰ ټنه ګاډر په نړيوال کيفيت پکښې جوړېږي، د دوهمې برخې د کارونو په سرته رسېدو به چې ۳۰ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي، زر تنه نور به هم په کار وګمارل شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خیرالله خیرخواه غونډې ته د وينا پر مهال وویل: په هرات کې د صنعتي فابريکو په جوړېدو سره په ټول هيواد کې سوداګرو ته د سرمايه ګذارۍ انګېزه ورکول کېږي.
ښاغلي خيرخواه صاحب زياته کړه؛ په هيواد کې ورځ تر بلې اقتصادي ستونزې کمېږي، ملت او دولت بايد لاس يو کړي، چې ټولې ستونزې حل شي، اسلامي امارت به د هغه توکو په واردولو بندیز ولګوي، کوم چې په هيواد کې توليديږي.
همدا راز غونډې ته د صنعت او تجارت وزارت وزير، د هرات والي او نورو ګډونوالو هم په خپل نوبت سره ويناوې وکړې، دوی په هيواد کې د سرمايه ګذارۍ عوامل امنيت او دې برخه کې اسانتياوې رامنځته کېدل وبلل.
۲۰۲۴/۹/۲۷ ميلادي
۶/ ۷ / ۱۴۰۳ هـ ش