د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي د ابومسلم خراساني له تاریخي آبدې څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۲:۱۸
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخي آبداتو  ساتنې رئیس انجینر محمد حسیب نسیمي د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو په ملتیا د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند ابو مسلم خراساني له تاریخي آبدې څخه لیدنه وکړه.
انجینر محمد حسیب نسیمي وویل: د ابومسلم خراساني آبده د لوګر او سيمې لپاره ډېر ارزښت لري او د لرغونو آثارو یو ښه بیلګه ده، چې د یادې آبدې د بیارغولو په موخه ورڅخه لیدنه وشوه.
د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فیض الله جوهري د لرغونو آثارو د ساتنې په برخه کې د بشپړې پاملرنې ډاد ورکړ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې وغوښتل، چې د دغې آبدې تر څنګ د یو شمېر نورو لرغونو آبدو رغولو کې همکاری وکړي.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د ابو مسلم خراساني آبدې ترڅنګ د خواجه احمد سجاوندي له لرغونې آبدې څخه هم لیدنه وکړه.

۱۴۴۷/۴/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS