د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان او ناروې د مستقل کمېسيون له رئيس سره وکتل

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۶
...

سه شنبه ( ۲۷ د ذوالحجې ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه د ناروې شاهي دولت د افغانستان او ناروې د مستقل کمېسيون رئيس ښاغلي بیورن تور ګودال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د لیدنې په پیل کې د یاد کمېسيون رئیس ښاغلي تورګودال د کمېسيون د مسؤلیتونو په اړه  وزیر صیب ته معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه؛ چې موږ ته دنده راسپارل شوې، تر څو له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې او له هغې وروسته په افغانستان کې د ناروې شاهي دولت د سیاسي او بشري مرستو او نورو برخو کې فعالیتونه وارزوو.
 ښاغلي ګودال ژمنه وکړه، چې هېواد به يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
همدا راز ښاغلي الحاج ملا خیرالله خیرخواه د ناروې شاهي دولت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: نننی افغانستان له څلوېښتو کلونو وروسته یو ځواکمن نظام لري، چې په ټول هېواد کې یې امنیت تامین کړی او خلک د دې خاورې هرې خوا ته په ازاده توګه سفر کولی شي.
 ښاغلي خیرخواه صاحب زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراختیايي او رغنیزې پروژې روانې دي، او د نشه‌يي توکو پر ضد جدي مبارزه کېږي.
په پای کې، دواړو لوریو د يادو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.

۱۴۰۴/۴/۳ ھـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS