د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي واحدونو اجرائیه مدیرانو ته درې ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
سه شنبه( ۲۷ د ذوالحجې ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرکزي واحدونو اجرائیه مدیرانو ته د اجرآتو د ښه والي او د اداري سیسټمونو پیاوړتیا تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام نن پای ته ورسېد.
په دغه پروګرام کې د مکتوب لیکلو، اداري مراسلاتو، د هېواد په رسمي ژبو د لیکلو قواعدو او د اداري چارو په ښه والي کې د اجرائیه مدیرانو د نقش په اړه موضوعات له ګډونوالو سره شریک شوي شول.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو کې د دغه پروګرام ترسره کول یو ښه اقدام وباله او له اجرائیه مدیرانو څخه یې وغوښتل، چې له خپلې پوهې او تجربې څخه دې د اداري چارو د لا ښه والي لپاره ګټه واخلي.
ښاغلي جمال اجرائيه مديرانو ته لارښوونه وکړه، چې خپلې چارې دې په بشپړ دقت او سمه توګه ترسره کړي، ځکه په ښه توګه د اداري چارو ترسره کېدل، د هېواد د آبادۍ او پرمختګ سبب کېږي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي احسان الله حسان د اداري چارو د ښه ترسره کېدو پر اهمیت خبرې وکړې او له اجرائیه مدیرانو څخه یې وغوښتل، چې د اسلامي نظام لپاره شته قوانین او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله ټول فرامین او احکام په پام کې ونیسي او د هغو په رڼا کې دې خپلې چارې په سمه توګه ترسره کړي.
یو شمېر ګډونوالو هم د یاد پروګرام د ترسره کولو په خاطر د اطلاعاتو او کلتور وزارت له کارکوونکو چارو ریاست څخه د مننې ترڅنګ، د دغه شان روزنیزو پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسئولینو له لوري د پروګرام پر ګډونوالو تصدیقپاڼې هم ووېشل شوې.
۱۴۰۴/۴/۳ ھـ ق
