د اطلاعاتو او کلتور رئيس له يو شمېر راډيوګانو ليدنه وکړه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۵:۲۱
...

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله نوراني د اطلاعاتو د آمر په ملتيا د جلال آباد ښار له يو شمېر اېف اېم راډيوګانو ليدنه وکړه او د هغوی چارې يې وارزولې.
نوموړي د ارزښت، اتفاق نوين او صفا راديوګانو له نشراتي او تخنيکي بهير څخه د ليدنې پرمهال د دغو رسنيو له مسؤلينو سره جلا جلا ناستې وکړې او د هغوی د خپرونو مهالوېشونه او تخنيکي چارې يې له نږدې وکتلې او وارزولې.
ښاغلي نوراني وويل: هره رسنۍ مسؤليت لري، چې د خپلو خلکو د سوکالۍ، د هېواد آبادۍ او د کلتوري او اسلامي ارزښتونو پياوړتيا لپاره کار وکړي، خپلو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او د خپل نشراتي بهير لا ښه والي لپاره هڅې وکړي.
نوموړی د ټولو رسنيو مسؤلينو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هغو رسنيو، چې د ملت د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار کوي، ستاینه او قدردانی کوي.

۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS