د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معین هلمند ولايت ته سفر وکړ

rahim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۴۸
Helmand province

سه شنبه ( ۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري معین مولوي سعد الدین سعید هلمند ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي د خپل سفر پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رئیس الحاج حافظ عبد الباري "راشد"، د اطلاعاتو آمر مولوي شیر محمد وحدت، د ملي راډیو تلوېزیون آمر مولوي نظر محمد زاهد د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او ملي تلویزیون امریت ټولو آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو سره د یاد ریاست د غونډو په تالار کي ولیدل.

په پیل کي د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس الحاج حافظ عبد الباري راشد و مالي او اداري معین ښاغلي مولوي سعد الدین سعید ته ښه راغلاست ووایه او له نوموړي څخه يې مننه وکړه چي هلمند ولایت ته يې سفر وکړ.

ښاغلي راشد د هلمند ولایت د ټولو تاریخي سیمو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د هلمند ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نویو بستونو غوښتنه وکړه ترڅو د ولسوالیو ځوانانو او خلکو ته پر وخت په بېلا بېلو برخو کي خدمتونه تر سره شي.

مالي او اداري معين ښاغلي سعید  د رئیس ښاغلي راشد او ملي راډیو تلویزیون د آمر او ټولو کار کوونکو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ورسپارل شوې چارې يې پر وخت سر ته رسولي، ښاغلي سعید هلمند ولایت د شل کلن اشغال پر وړاندي د مبارزې یو بې مثاله ولایت یاد کړ او د هلمندي ولسونو سرښندنې يې وستایلې.

ښاغلي سعيد زیاته کړه موږ ټول باید په ګډه د ملت لاښه خدمت وکړو او د اسلامي نظام ساتنه او پالنه وکړو،اوسنی امنیت د هېواد جوړوني لپاره یو ښه فرصت دی، ترڅو هېواد په هره برخه کي ورغوو.

۲۰۲۴/۴/۲۳ میلادي
۱۴۰۳/۲/۴ هــ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

پکتیکا کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

شنبه ( ۲۵د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د ياد ولايت د والي په دفتر کې د دولتي او خصوصي رسنيو له استازو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۴۵
Background image

پروان ښوونیز مرکز کې لسګونه ځوانانو ته د کمپیوټر زده کړې کورس پیل شو

شنبه ( ۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې شاوخوا۱۰۰ تنه زده کونکو ته د کمپیوټر ښوونیز پروګرام پیل شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د شهرک ولسوالۍ له لرغونو او تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړه

شنبه (۲۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحی زعيم شهرک ولسوالۍ ته د سفر پرمهال د جام تاريخي او لرغوني منار له وضعيت او د جام منار د ساتونکي پوستې څخه. . .

BACK TO NEWS