د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د مهمند شخصي روغتون څخه لیدنه وکړه
د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا په قندهار کې د مهمند شخصي روغتون له روغتیاپالانو او پانګه والو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیر الله خیر خواه د پانګه والو هڅې وستایلې او هغوی یې وهڅول چې په هېواده کې نوره پانګونه هم وکړي.
ښاغلي خیر خواه زیاته کړه چې اسلامي امارت د پانګه والو پانګونې ته د قدر په سترګه ګوري او د بشپړ امنیت او ملاتړ ډاډ ورکوي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د روغتون بېلا بېلې برخې هم وکتې او د روغتون د کارکوونکو ستونزې یې هم واورېدې.
دیادوني وړ ده چې مهمند روغتون په پر مختللو طبي وسایلو سمبال روغتون دی چې په شخصي پانګونه جوړ شوی او بهر ته یې له تګه تر ډېره حده هېوادوال خلاص کړي.
