د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس سره وکتل.
نن یکشنبه ۱۴۴۴/۶/۱۵هـ ق د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مفتي عمیر "سرپلي" سره وکتل.
ښاغلي سرپلي له محترم وزیر صاحب سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شریکي کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي خیرخواه، نوموړي رئیس ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د دوی کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمي مشوري او سپارښتنې ورته وکړي، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ورکړ چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسیدګي کیږي.
