د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامې روغتيا وزارت په همکارۍ د مور په شېدو د تغذيې نړيواله اوونۍ ونمانځله
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونوکې د ښځو د ملاتړ آمريت د عامې روغتيا وزارت د مور په شېدو د تغذيې ادارې په همکارۍ د مور په شېدو د تغذيې نړيواله اوونۍ ونمانځله.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملي نګارستان کې جوړه شوه؛ د عامې روغتيا وزارت د ناروغيو د طبي وقايې او کنټرول لوى رييس ډاکتر بشيراحمد حميد وويل: د مور په شېدو تغذيه يو طبيعي بهير دى او د مور شېدې الهي سوغات دى چې خداى (ج) مور ته ورکړى دى.
هغه زياته کړه چې د پوهانو څېړنو ښودلې ده چې د ژوند په لومړي يو ساعت کې که چېرې ماشوم د مور په شېدو تغذيه شي؛ د ماشومانو د مړينې کچه ٢٢ سلنه کمښت مومي او که په لومړيو شپږو مياشتوکې ماشومان د مور په شېدو تغذيه شي؛ په مړينه کې١٣سلنه کمښت راځي.
ډاکتر حميد زياته کړه: د عامې روغتيا د وزارت يو مهم کار وقايه ده چې يو له دې وقايې څخه د مور په شېدو تغديه ده. هغه ماشوم چې د مور په شېدو تغذيه شي؛ د نورو ماشومانو په پرتله چې په مصنوعي شېدو تغذيه کېږي، د زړه، وينې فشار او په نورو ناروغيو نه اخته کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو پر خپرونو د څارنې رييس سيد جعفرراستين، په هېوادکې د مور په شېدو د تغذيې د ارزښت په اړوند د خلکو د پوهاوي د ټيټې کچې په اړه وويل: زيات عوامل شته چې ميندې خپل ماشومان په خپلو شېدو نه تغديه کوي.
هغه وويل چې ټولنيز، فرهنګي او ناوړه عنعنات او دودونه د مور په شېدو د ماشومانو پر تغديې بد اغېز لري او بايد د هغو په وړاندې ودريږو او په لومړي ګام کې د مور په شېدو د ماشومانو د تغذيې په برخه کې خپله پوهه او پوهاوي لوړ کړو.
د عامې روغتيا وزارت د تغذيې برخې رييسې ډاکترې مرسل مناتي د موضوع په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: د مور په شېدو تغديه د ماشومانو لپاره ډېره ګټوره ده او د اسلام مبين دين هم د مور په شېدو د ماشومانو د تغذيې په برخه کې زيات ټينګار کړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونو کې د ښځو د ملاتړ آمرې محبوبې سعادت وويل: د مورشېدې ماشوم لپاره يو الهي نعمت دى، ځکه د خوراکي ټولې اړتياوې د مور په شېدو کې نعښتې دي.
هغې وويل: د مورشېدې له ماشوم څخه د هرډول ناروغيو په وړاندې ملاتړ کوي او موږ بايد ټولو کورنيو ته په هرې ممکنې لارې چې وي؛ د مور شېدو د ګټو په باب پوهاوى ورکړو او بايد د ماشوم له زيږون وروسته له ټولو شېدې ورکوونکو ميندو سره د کورنيو له خوا مرسته او همکاري وشي او تر دوو کلونو پورې شېدې ورکوونکې ميندې بايد له ښو خوړو او ميوو څخه زياته استفاده وکړي.
محبوبې سعادت وويل: په ديني زده کړو کې د مور د شېدو په اړوند هم مهم ټکي مطرح شوي دي چې هم د خداى تعالى رضايت او هم د ماشوم د مور مصلحت به پکې وي او هيله کېږي چې د ماشومانو د مړينې مخه ونيول شي.
