د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۹:۸
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

د افغانستان د خلکو دښمنانو د خپلو کرغېړنو موخو لپاره پخوا هم له فرهنګي ارزښتونو کار اخیستی  دی، دا ځل یې د خپلو بشري ضد جنایتونو په دوام کرغېړنه هڅه وکړه چې د موسیقۍ آله د ترهګریز برید د ترسره کولو لپاره وکاروي. هغوی چاودېدونکي توکي په رباب کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې هغه د کام ایر شرکت الوتکې ته چې هرات- کابل پرواز یې ترسره کاوه، ولېږدوي او بیا چاودنه ورکړي او فاجعه رامنځ ته کړي. له ښه مرغه د هرات هوایي ډګر امنیتي موظفینو د ترهګرو دا توطیه کشف او شنډه کړه. د پېښې عامل  یې نیولی او د قانون منګولو ته یې سپارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نړۍ د فرهنګي او هنري اثارو  په نوملړ کې د رباب د شاملولو ا ړوند اسناد یونسکو ته استولي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ترهګریزو موخو لپاره د موسیقۍ آلاتو کارول په کلکو ټکو غندي او یو ځل بیا د هېواد د فرهنګي میراث او اثارو د ساتنې لپاره خپله کلکه ژمنتیا نوې کوي.

کابل/ د چنګاښ ۱۲ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

نږدې راتلونکي کې به د مقر ولسوالۍ کتابتون فعال او ګټې اخستنې ته وسپارل شي

چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس ملا حميدالله نثار د مقر ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او اوسيدونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۵۱
Background image

د لوګر ښوونیز مرکز پسرلني پروګرام کې۳۰۰ تنو زده کوونکو ته درس پیل شو

چهارشنبه (۱۵ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د یاد ریاست اړوند ښوونیز مرکز له کې ۳۰۰ زده کوونکو ته درسي پروګرام پيل کړ.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

هلمند کې د ښوونځي زده کوونکو ته د عامه کتابتون په اړه معلومات ورکړل شول

چهارشنبه( ۱۵د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند عامه کتابتون په اړه د لارښود خصوصي ښوونځي زده کوونکو ته معلومات ورکړل شول.

د عامه کتابتون مدير محسن عمري د. . .

BACK TO NEWS