دايکندي کې د مطبوعاتو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۴:۲۰
….

سه شنبه ( ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د دايکندي ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري له خبريالانو او د رسنيو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس سيد مصطفى صالح وويل: د امارت له خوا رسنيو ته له اصولو سره سم، دقيق او پر وخت معلومات ورکول کيږي او له خبريالانو يې وغوښتل، چې د بې طرفه اصول مراعات کړي او د راپورونو او خبرونو په چمتو کولو کې حقايق منعکس کړي.

په ياده غونډه کې د اطلاعاتو آمر ضیا محمد هاشمي وویل: د افغانستان د اسلامي امارت د اصولو او تګلارې له مخې اطلاعاتو ته د هر وګړی د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.

  خبريالانو په رسنيزه برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له همکارۍ مننه وکړه او ويې ويل: د ا.ا.ا له راتګ وروسته له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

۱۴۰۳/۳/۸ ھ ش 
۲۰۲۴/۵/۲۸ ميلادي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS