حسينه ساپۍ: د ماشومانو، ځوانانو او لويانو پاملرنه دې مطالعې ته جلب شي

moic_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۱:۲۰
حسينه ساپۍ: د ماشومانو، ځوانانو او لويانو پاملرنه دې مطالعې ته جلب شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د کابل د عامه کتابتون د کتنې په وخت کې وويل چې کتابداران بايد داسې پروګرام جوړ کړي چې د ماشومانو، ځوانانو او لويانو پاملرنه مطالعې ته جلب شي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري هم حاضر و؛ حسينې ساپۍ د کابل د عامه کتابتون بېلابېلې برخې وکتلې.
د کتنې په بهيرکې مسوولينو يوشمېر کاري ستونزو ته هم اشاره وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وويل چې کتابداران دې د ماشومانو،  ځوانانو او لويانو د پاملرنې د جلبولو لپاره داسې پروګرام جوړ کړي چې مطالعې ته د مراجعينو د هڅونې سبب شي. دا په خپله د کتاب لوستلو فرهنګ له ودې سره مرسته کوي.
حسينې ساپۍ د کتنې په پاى کې د چارو د ښه والي لپاره لارښوونې وکړې او يې وويل چې د امکان تر پولې پورې ستونزو ته پاملرنه کېږي.
د کابل عامه کتابتون په ١٣٤٥ کال کې تاسيس شوى دى او کابو ١٠٠ زره ټوکه  علمي، فرهنګي، ادبي  او تاريخي کتابونه لري.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS