جوزجان کې د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۷:۱۵
…

پنج‌شنبه (۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکتيډ موسسې سره په همغږۍ په مرکز او آقچې ولسوالۍ کې له ۹۰۰ تنه ځوانانو څخه د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه.

د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر پهلوان بابري وويل: له دې ازموينې څخه يې موخه د نبي کريم ﷺ له سيرت سره د ځوانانو اشنا کول دي، امتحان کې د مرکز او آقچې ولسوالۍ څخه ۹۰۰ تنو  ګډون کړی وو.

ښاغلي بابري زياته کړه؛ دا مهال يې په جوزجان ولايت کې له ۳۰۰۰ تنو څخه ډېرو ته د لوړو زده کړو موسسو، انسټيټيوټونو او ښوونيزو مرکزونو سره د هوکړه ليکونو په ترسره کولو او د اطلاعاتو او کلتور رياست په ښوونيز مرکز کې  د زده کړو زمينه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۳۱
Background image

هلمند کې د کتاب نړیواله ورځ ولمانځل شوه

تېره ورځ د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتون انګړ کې د کتاب نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کي ولمانځل شوه.


د هلمند عامه کتابتون مدیر محسن عمري د کتاب د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۲:۴۸
Background image

بغلان کې د مطبوعاتو نړیواله ورځ د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

تېره ورځ د بغلان ولايت  د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطبوعاتو نړیواله ورځ د یوې فرهنګي غونډې او مشاعرې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

په دې فرهنګي غونډه  کې د ولایت مقام د دفتر رئیس، د. . .

جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۵:۱۷
Background image

هلمند کې د یتیمانو د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

نن پنج شنبه ( ۱۶ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ اړوند د دولتي پوهنتون سیمه کې د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم په اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په سپارښتنه. . .

BACK TO NEWS