جوزجان کې د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه
پنجشنبه (۱۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د اکتيډ موسسې سره په همغږۍ په مرکز او آقچې ولسوالۍ کې له ۹۰۰ تنه ځوانانو څخه د سيرت النبي ﷺ ازموینه واخستل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر پهلوان بابري وويل: له دې ازموينې څخه يې موخه د نبي کريم ﷺ له سيرت سره د ځوانانو اشنا کول دي، امتحان کې د مرکز او آقچې ولسوالۍ څخه ۹۰۰ تنو ګډون کړی وو.
ښاغلي بابري زياته کړه؛ دا مهال يې په جوزجان ولايت کې له ۳۰۰۰ تنو څخه ډېرو ته د لوړو زده کړو موسسو، انسټيټيوټونو او ښوونيزو مرکزونو سره د هوکړه ليکونو په ترسره کولو او د اطلاعاتو او کلتور رياست په ښوونيز مرکز کې د زده کړو زمينه برابره کړې ده.