جهادي موزیم ته دوه ګرځنده سټلایټ موبایلونه وسپارل شول
د کندهار ولايت جهادي موزيم ته د دوو تنو شهيدانو د کورنيو له لوري دوه ګرځنده سټلايټ موبایلونه وسپارل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي موزیم آمر وویل: دوه عدده ګرځنده سټلایټ موبایلونه، چي د شهید ملا محمد ظریف حاجي نعمت (تقبله الله) او شهید ملا محمود کامران (تقبله الله) د محاذ د مشرانو مربوط دي، د هغوی د کورنیو د غړو له لوري د نندارې په موخه جهادي موزیم ته وسپارل سول.
د نوموړي په وینا؛ یاد موبایلونه د دې لپاره موزیم ته سپارل شوي، ترڅو د یادو شهیدانو کارنامې او سرښندني د تاریخ په پاڼو کي خوندي پاته شي او راتلونکي نسلونه ورڅخه خبر شي.
د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم بېلابېل تاریخي او د تېرو شلو کلونو د جهادي دورې آثار د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند جهادي موزیم ته د ساتنې په موخه سپارل شوي دي.
۱۴۴۸/۶/۴ هـ ق
