کاپیسا کې له خبریالانو او د امارتي ادارو د مطبوعاتي مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي او خصوصي رسنیو د خبریالانو او د دغه ولایت د حکومتي ادارو د مطبوعاتي مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق رسنۍ د پېښو او لاسته راوړنو د انعکاس له مهمو وسیلو څخه وبللې او زیاته یې کړه؛ چې له دغو وسایلو څخه په سمه او رښتینې توګه ګټه اخیستنه کولای شي، د عامه افکارو په جوړولو او د حقایقو په انعکاس کې اغېزمن رول ترسره کړي.
نوموړي د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه وغوښتل، چې د غوره او مثبتې محتوا په تولیدولو سره د خپلې ټولنې پر وړاندې خپل رسالت ترسره کړي.
د امارتي ادارو خبریالانو او مطبوعاتي مسؤلینو هم د دې ډول غونډو د جوړېدو له امله مننه وکړه او د عامه پوهاوي د بهیر د ښه والي په موخه یې خپل وړاندیزونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل، چې د مسؤولینو له لوري ورسره د پوره همکارۍ ژمنه وشوه.
۱۴۴۸/۶/۳ هـ ق
