بغلان کې د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: له دغې ناستې څخه موخه د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا، د اطلاع رسونې برخه کې لا غوره چاپیریال برابرول، رسنیزو خپرونو کې دیني ارزښتونو ته پام کول او د فرهنګي چارو ښه پرمخ ته وړل دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: رسنۍ باید د اسلامي نظام د ارزښتونو په رڼا کې د ولسونو ذهنیت جوړونې، ټولنه کې مثبت بدلون غښتلي کولو او د اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره رغنده هڅې وکړي.
نوموړي زياته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو او خبریالانو څخه ملاتړ کوي.
همدا راز د ناستې ګډونوالو هم د رسنیو اوسنی وضعیت او رسنیزه برخه کې د فرصتونو او ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او د غوره رسنیزې فضا پر ساتلو یې ټینګار وکړ.
۱۴۴۶/۱۱/۱۶ هـ ق