اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: د کندهار یو شمېر تاریخي آبدې به ورغول شي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۱:۱۰
اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: د کندهار یو شمېر تاریخي آبدې به ورغول شي

د اطلاعات او کلتور سرپرست وزير ملا خير الله خير خواه کندهار ته په سفر کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي نور احمد سعيد د روانو فرهنګي فعاليتونو په اړه د اطلاعات او فرهنګ له وزير سره هر اړخيز معلومات شريک کړل.
سعید يو شمېر ستونزې، پيشنهادونه، وړانديزونه او غوښتنې هم د اطلاعات او فرهنګ له وزير سره شريکې کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې په راتلوونکي کې چارې نورې هم په منظم او ښه شکل ترسره شي.
د اطلاعات او کلتور وزير ملا خير الله خير خواه د کندهار د اطلاعات او کلتور د رئيس تر خبرو اورېدو وروسته ډاډ ورکړ، چې په ډېر منظم ډول به د اطلاعات او کلتور رياستونو ټولو اړتياوو او د ستونزو حل ته پاملرنه کېږي، چي په دې برخه کې د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست په لومړي قدم کې دی.
ښاغلي خير خواه د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست روان فرهنګي او کلتوري فعاليتونه ډېر ګټور او مهم وبلل او د کندهار له مسئولينو یې مننه وکړه، چې په لږ موده او کمو امکاناتو یې ډېر کار ترسره کړی دی.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې وزارت به د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست ټولې غوښتني، اړتياوې او ستونزې ډېرې جدي ونيسي او د حل لپاره به یې اقدام وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وویل چې د کندهار د یو شمېر تاریخي ابدو د رغونې لپاره پلان موجود دی او د ټولو چارو تر طی مراحل کولو وروسته به یې د بیا رغونې چارې پیل شي.
د يادونې وړ ده چې د اطلاعات او کلتور وزير د کندهار د طلاعاتو او کلتور ریاست کارکوونکي د ښو چارو ترسره کولو له امله په نغدي مکافاتو هم ونازول.

کابل، د زمري ۱۹ مه، باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS