اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی نړېواله ورځ ونمانځله

moic_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۶:۰
World-Tourism-Day-MOIC

د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې اوس په افغانستان کې د ګرځندوی او د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ګرځندوی  نړیواله ورځ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي امارت د یو شمېر مسؤلینو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معینانو، عالمانو او فرهنګیانو په ګډون جوړه شوې وه، د رياست الوزرا اداري مرستیال په خپلو خبرو کې وویل چې اوس په هېواد کې د ګرځندوی او ګرځندوی صنعت د ودې لپاره ښه فرصت برابر شوى دی.

هغه زیاته کړه، افغانستان د خپلو تاریخي سیمو او طبیعي منظرو په لرلو سره د سیاحت او پانګونې لپاره ښه ځای دی او اسلامي امارت ژمن دی، چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو او پانګوالو امنیت تامین کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال وويل، اوس په ټول هېواد کې امنيت ټينګ شوى او د بهرنيو سيلانيانو په ګډون هر څوک کولاى شي په ارامه د هېواد هرې برخې ته ولاړ شي او له تاريخي ځايونو او طبيعي منظرو څخه ليدنه وکړي.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه خبرې وکړې او زیاته یې کړه د اسلامي امارت په بریاليتوب سره په هېواد کې سوله او امنیت تامین شوی او د سیاحتي فعالیتونو او د دغه سکتور د ودې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، افغانستان د کانونو، لرغونو سیمو، تاریخي ساحو او طبیعي منظرو له پلوه بډای دی او له دغو شتمنيو څخه د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې استفاده وشي.

هغه دغه راز د ګرځندوى سکتور د ودې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هڅو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د دغه سکتور د ودې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شيرمحمد عباس ستانکزي هم د بهرنيو سيلانيانو د جذبولو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د پاليسۍ په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې په تېرو ٤٠ کلونو کې د هېواد بېلابېلو برخو زيانونه ليدلي دي.

هغه زیاته کړه، د هېواد پرمختګ په پوهنې پورې تړلی دی، اوس په هېواد کې مناسب فرصتونه شته او په بېلابېلو برخو کې متخصصینو ته اړتیا ده.

هغه له افغان بهر مېشتو پانګوالو او متخصصانو څخه وغوښتل چې هېواد ته راشي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هم د ګرځندوى صنعت د رول په اهميت خبرې وکړې او ويې ويل چې د اسلامي امارت په راتګ او د امنيت په تامينولو سره په هېواد کې د ګرځندوی فعالیتونو لپاره ښه شرایط برابر شوي دي.

وروسته د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست مولوي محمد خالد حنفي د سیاحت په اړه د اسلام او اسلامي اصولو له نظره معلومات ورکړل او ویې ویل چې سیاحت په اسلامي نظام کې ځانګړی ځای لري.

هغه وویل  سیاحتي فعالیتونه په امنیت پورې تړلي دي او اسلامي امارت په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړی او خلک کولای شي د هېواد هرې برخې ته سفر وکړي.

په همدې ترتيب په دي غونډه کې د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې لوی رييس حافظ عزيزالرحمن د هېواد د طبيعي جاذبو د اهميت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، افغانستان د سياحت لپاره طبيعي منظرې او ښکلې سيمې لري، چې د کورنيو او بهرنيو  سيلانيانو پام ځان ته اړولى شي.

وروسته د افغانستان  د سوداګرۍ د خونو عمومي رييس خان جان الکوزي د سياحت د اقتصادي ارزښت په اړه  څرګندونې وکړې او ويې ويل؛ چې د نړۍ زيات هېوادونه  خپل ٥٠  سلنه عوايد د ګرځندوی له برخې څخه ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه چې افغانستان هم د ښه موقعيت، تاريخي ځايونو او لرغونو ساحو په لرلو سره  د ګرځندوى صنعت د ودې لپاره ښه امکانات لري.

دغه راز د غونډې په بهير کې د هېواد د تاريخي ساحو او طبيعي منظرو په اړه مستند فلم نندارې ته وړاندې شو او د ملي تياتر ممثلانو د ګرځندوى د نړيوالې ورځې په مناسبت تمثيلي پارچه اجرا کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۲۲:۱۹
Background image

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ایل تيګرمان تپې څخه ليدنه وکړه

دوشنبه (۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم شبرغان کې د ايل تيګرمان تاريخي تپې څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي معتصم زياته کړه؛ د سيمي د خلکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۲:۲۵
Background image

هرات کې د زلزلې له امله زيانمن شوي تاريخي آبدات بيا رغول کيږي

یک‌شنبه (۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي په افغانستان کې د آغاخان بنسټ له رئيس اجمل ميوندي سره وکتل.

د ليدنې په ترڅ کې د اطلاعاتو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د غور موزيم د ليدونکو په شمير کې زياتوالی راغلی دی

د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: د ياد ولايت د موزيم د ليدونکو په شمير کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.


د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعيم وايي: د غور ولايت. . .

BACK TO NEWS