د افغانستان شمالي ولایتونو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د سفر او ویناوو کتاب چاپ شو

panah_admin
Thu, Oct 17 2024 6:14 PM
....

په ياد کتاب کې د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د سفر ټکي په ټکي ویناوې، له امارتي مسئولینو، علماءکرامو او عامو خلکو سره لیدنې او له تاریخي او علمي مرکزونو څخه د کتنې ټولې ويناوې او سپارښتنې راخیستل شوې دي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له ویناوو سر بېره له عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) سره د مل پلاوي، د شمالي ولایتونو والي صاحبانو، شیوخو عظامو تأثرات او له عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) سره د سفر خوږې خاطرې هم لیکل شوې دي.

ياد کتاب د بلخ ولایت د والي الحاج محمد یوسف وفا صاحب په ځانګړي هدایت د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني له لوري لیکل شوی دی، چې نن  چاپ شو او ډېر ژر به د ټولو مجاهدینو او مینه‌والو تر لاسونو ورسېږي. 

۱۴۴۶/۴/۱۴ ھـ ق

۱۴۰۳/۷/۲۶ ھ ل