د پنجشېر زندان ته لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

tawana_admin
Mon, Oct 07 2024 11:50 AM
j8 h y

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ددې ولايت زندان ته د زندانيانو د مطالعې په موخه لسګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولانا نصرالله ملکزاده وویل: د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ډالۍ شوي کتابونه د بېلابېلو برخو اړوند دي، چې د زندانيانو ترمنځ د مطالعې د دود غښتلي کولو په موخه زندان ته ډالۍ شول.
د پنجشېر د زندان مسؤل د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د کتابونو د ډالۍ کولو له امله خوښي څرګنده کړه، او د ياد رياست هڅې يې د ارزښت وړ وبللې.

۱۴۴۶/۴/۴ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۶ هـ ل