کندز کې د قرانکريم د نزول د ورځې د لمانځلو په مناسبت نندارتون جوړ شو

wares_admin
Mon, Apr 08 2024 1:05 PM
…

شنبه (۲۷د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د کندز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او کلتور آمريت له لوري د قرانکريم د نزول د ورځې د لمانځنې په موخه د عامه کتابتون په تالار کې د قرانکريم نندارتون جوړ شو، چې پکې د ياد رياست رئيس مطيع الله روحاني، د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور، د عامه کتابتون کارکوونکو، کتاب پلورونکو او ځوانانو برخه اخستې وه.

د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور د قرانکريم د نزول په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: دا ډول نندارتونونه دا ثابتوي چې مسلمانان هميشه په دې کتاب ايمان لري او محبت ورسره کوي، د قرانکريم له نزول څخه تر دې مهاله مليونونه مسلمانانو دا مقدس کتاب حفظ کړی دی او د خپرولو هڅه يې کوي.

په ياد نندارتون کې ګډونکوونکو ځوانانو وويل: د مسلمانانو تر منځ د قرانکريم ارزښت او حيثيت ډېر لوړ دی او ددې ارزښت او حيثيت په ساتلو کې ټول مسؤليت لري.