خوست کې د جهادي آثارو او سندونو د راټولولو په موخه غونډه وشوه
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د جهادي آثارو ساتنې عمومي ریاست په همکارۍ خوست ښار کې د سیمه ییزو ملکي او نظامي ادارو له مسؤلینو سره د جهادي آثارو او اسنادو د ثبت، راټولولو او خوندي ساتلو په موخه غونډه وشوه.
د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل: د جهادي آثارو ثبت او راټولول د ټولو ګډ مسؤولیت دی، ترڅو د تېر وخت قربانۍ او تاریخي پېښې راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي. نوموړي د دغه بهیر د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او له اړوندو مسؤولینو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې پوره همکارۍ وکړي.
دغه راز د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد وویل: د جهادي آثارو ساتنې عمومي ریاست د رامنځته کېدو موخه د مجاهدینو او شهیدانو د آثارو او ژوندلیکونو راټولول او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدول دي.
نوموړي له ډلګۍ مشرانو څخه وغوښتل، چې د جهاد پر مهال د لیدلو شویو پېښو، د خپلو ملګرو د کارنامو او تاریخي روایتونو په اړه معلومات ولیکي او له یاد ریاست سره یې شریک کړي، ترڅو د تاریخ د یوې برخې په توګه خوندي او راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.
ورته مهال د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست اړوند د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي او د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې په ټولو ولایتونو کې له مجاهدینو سره غونډې جوړېږي، ترڅو د جهادي آثارو ارزښت او اړوند قانون ورته تشریح شي.
دوی زیاته کړه، چې جهادي آثار په دوو برخو، فزیکي او معنوي آثارو وېشل کېږي او د دغو آثارو راټولولو له لارې به د شهیدانو اړوند وسایل او تجهیزات هم راټول شي او په بېلابېلو ولایتونو کې به د هغوی د یادګار څلي جوړ شي چې په هر ولایت کې به د شهیدانو د یادګار لپاره د ۱۰۰ مترو په لوړوالي یو څلی جوړېږي، د اړوند ولایت د شهیدانو نومونه به پرې لیکل کېږي. همدارنګه په هغو سیمو کې به د ۱۰ مترو په لوړوالي یادګاري څلي جوړ شي، چې لوی عملیات او استشهادي بریدونه پکې ترسره شوي دي او د شهیدانو مقبرې به هم ورغول شي.
۱۴۴۸/۵/۲۱ هـ ق