د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو او اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او د رسنیو، خبریالانو او دولتي ادارو ترمنځ یې د لا ښې همغږۍ، متقابل تفاهم او ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دغه راز په غونډو کې نورو ویناوالو هم د رسنیو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: رسنۍ د عامه خلکو د پوهاوي، د افکارو د روښانولو او د اسلامي ارزښتونو د سمې رسونې په برخه کې مهم رول لري. دوی د رسنیو ستونزې د درک وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې اړوندې ادارې به د دغو ستونزو د حل او مطرح شویو غوښتنو د عملي کولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
د غونډې ګډونوالو د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل، د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د چارو د لا ښه تنظیم لپاره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
۱۴۴۸/۵/۹ هـ ق