د اندونیزیا سفیر د بامیانو عامه کتابتون ته ١٥٠ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل

wasim_admin
Sun, Oct 11 2026 9:34 AM
..

د اندونیزیا جمهوریت سفیر ډاکټر نندا آوالیست، د یوه پلاوي په ملتیا د بامیانو ولایت له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه او یاد کتابتون ته یې ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل.
ډاکټر نندا آوالیست د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي ودې لپاره د مطالعې او کتاب لوستلو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: چې د اندونیزیا جمهوریت په افغانستان او اندونیزیا کې د مطالعې او کتاب لوستلو د فرهنګ د ودې په موخه فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړوي، د دغو پروګرامونو موخه مطالعې ته د ځوانانو هڅول، د هغوی د پوهې او معلوماتو د کچې لوړول او له اوزګار وخت اغېزمنه ګټه اخیستنه ده. د نوموړې په وینا، هڅه کېږي چې ځوانان د خپل وخت ډېره برخه د ټولنیزو شبکو او مجازي پاڼو پر ځای مطالعې، د پوهې ترلاسه کولو او فکري ودې ته مخه کړي.
بل لور ته، د بامیانو د عامه کتابتون مدیر د اندونیزیا جمهوریت سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ۱۵۰ ټوکه کتابونو د ډالۍ کولو او دغه ارزښتناک فرهنګي ګام له امله خوښي څرګنده کړه او د نوموړي له دې اقدام څخه یې د زړه له کومې مننه او قدرداني وکړه.
نوموړي دغه فرهنګي نوښت د کتابتون د مطالعاتي سرچینو د بډاینې، د مطالعې او کتاب لوستلو د فرهنګ د پیاوړتیا او ځوانانو او د کتاب مینه‌والو ته د کتابونو او پوهې ته د لاسرسي د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو لپاره اغېزمن ګام وباله. هغه ټینګار وکړ، چې دغه ډول ارزښتناک فرهنګي اقدامات د ټولنې په علمي، فکري او فرهنګي وده کې مهم رول لوبولای شي.
د بامیانو د عامه کتابتون مدیر هیله وکړه، چې د اندونیزیا جمهوریت او د افغانستان د فرهنګي بنسټونو ترمنځ به فرهنګي همکارۍ، په ځانګړې توګه د کتابونو د نندارتونونو جوړولو، د مطالعې د عامولو د پروګرامونو د پلي کولو او د عامه کتابتونونو د ملاتړ په برخو کې، لا پراخې شي او په بامیان ولایت کې به د مطالعې او کتاب لوستلو د فرهنګ د ودې لپاره نور فرصتونه هم برابر شي.

١٤٠٥/٧/١٩ ه ل