په کاپیسا کې ۷۰۰ تنو ځوانانو ته د وړیا زدهکړو زمینه برابره شوه
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د حصه اول ولسوالۍ د رضاکارو ځوانانو د کمیټې په همکارۍ، په دغې ولسوالۍ کې د البیروني پوهنتون ترڅنګ د بې وزله ځوانانو لپاره وړیا ښوونیز مرکز جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر اظهارالله عاصم وایي چې یاد مرکز د ځوانانو لپاره د وړیا زدهکړو د فرصتونو د برابرولو، د ځوانانو د علمي کچې د لوړولو او د عملي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ښوونیز مرکز کې د رضاکارو او ژمنو استادانو له لوري د انګلیسي، عربي او پښتو ژبو، د کمپیوټر پروګرامونو، ریاضیاتو، خطاطۍ، کانکور ته د چمتووالي، ویناوالۍ، تجوید، حکاکۍ او رسامۍ زده کړو په برخو کې شاوخوا ۷۰۰ تنو ځوانانو ته په وړیا توګه زده کړې ورکول کیږي.
۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ.ق