د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ازبکستان له سفیر سره وکتل

wasim_admin
Sat, Aug 08 2026 5:01 PM
...

شنبه ( ٢٦ د صفرالمظفر١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ازبکستان جمهوریت له سفیر اویبک عثمان‌اف سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر تاریخي، فرهنګي، اسلامي او ګرځندوی اړیکو، د ګډو فرهنګي میراثونو پر ساتنې او پېژندنې، د ګرځندوی د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر لا پیاوړتیا خبرې وشوې.

مولوي قدرت‌الله جمال د ازبکستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ازبکستان د افغانستان دوست، ورور او ښه ګاونډی هېواد وباله او ویې ویل: چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې تاریخي، فرهنګي او اسلامي اړیکې او ګډ ارزښتونه د لا پراخو همکاریو لپاره ښه زمینه برابروي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه؛ چې د تاریخي، فرهنګي، اسلامي او زیارتي ګرځندوی په برخو کې د ګډو برنامو جوړول کولای شي، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل: افغانستان د بلخ، هرات، غزني، بامیان، غزني او کابل په څېر له لرغونو تاریخي او فرهنګي سیمو او د اسلامي تمدن له مهمو مرکزونو څخه برخمن دی او د ازبکستان سیلانیان کولای شي، د دغو تاریخي او فرهنګي سیمو له آثارو او جاذبو څخه لیدنه وکړي.

هغه همداراز د سمرقند، بخارا او ترمذ په څېر د ازبکستان د اسلامي تمدن له مهمو مرکزونو سره د افغانستان د بلخ، هرات، غزني او کابل ترمنځ د ګډو اسلامي، تاریخي او فرهنګي ګرځندوی لارو د رامنځته کولو وړاندیز وکړ.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ګډو فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې او معرفي، د موزیمونو، آرشیفونو او کتابتونونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، د فرهنګي نندارتونونو، فرهنګي اوونیو او هنري پروګرامونو د جوړولو، د ګرځندوی رهنما او کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د تجربو او تخنیکي معلوماتو د تبادلې په اړه هم خبرې وشوې.

دواړو لورو د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې، هوټلدارۍ، سیاحتي خدمتونو او زیربناوو د پراختیا، د سیلانیانو د تګ راتګ د اسانتیا، د ویزو او ترانسپورتي خدمتونو د همغږۍ، او د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

مولوي قدرت‌الله جمال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسلامي او زیارتي ګرځندوی د پراختیا لپاره د ګډو پروګرامونو پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو د دیني، تاریخي او فرهنګي آثارو ګډه معرفي کول د اسلامي تمدن د ګډ میراث په پېژندنه کې مهم رول لري.

په همدې حال کې، د ازبکستان سفیر اویبک عثمان‌اف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ګډو فرهنګي او تاریخي ارزښتونو خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو له ګډو علمي او فرهنګي مشاهیرو څخه یې د امام بخاري رحمه الله، امام ترمذي رحمه الله، ابوریحان البیروني، ا بوعلی سینا، الخوارزمي او بابا رحیم مشرب، امیر علیشیر نوایي نومونه یاد کړل.

نوموړي وویل: یادو علمي او فرهنګي شخصیتونو د اسلامي نړۍ د علم، فرهنګ او تمدن په پراختیا او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې مهم رول لوبولی دی.

د ازبکستان سفیر همداراز وویل: د ازبکستان لومړي وزیر د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه افغانستان ته سفر کړی و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او اړیکو د ژورتیا څرګندونه کوي.

عثمان‌اف د مزارشریف په ښار کې د امام بخاري رحمه‌الله په نوم د مدرسې د جوړېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل: په دې پروژه کار روان دی او تمه ده په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي.

د ازبکستان سفیر زیاته کړه؛ ټاکل شوې د دغه هېواد یو سیاحتي او فرهنګي پلاوی په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي او د هېواد له یو شمېر تاریخي او لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړي.

په پای کې، دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د فرهنګي، تاریخي او ګرځندوی همکاریو د لا پراختیا او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر دوامداره همغږۍ او ګډو اقداماتو ټینګار وکړ.

١٣٠٥/٥/١٧ ه ل