د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس کونړ ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
Sat, Aug 08 2026 12:05 PM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت کونړ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس مولوي نجیب الله حنیف سره د دي ولایت د سیاحتي سیمو د پراختیا او د سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې
مولوي محمد صادق صداقت وویل: کونړ ته یې د سفر موخه د نویو سیاحتي سیمو پیژندل، د سیاحتي سیمو د ظرفیتونو ارزول او په یادو سیمو کې د سیلانیانو لپاره د لازمې اسانتیاوو برابرول دي
په دې ناسته کې د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله حنیف د دغه ولایت د یو شمېر مهمو سیاحتي سیمو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: که په یادو سیمو کې د سیاحت د ودې او پراختیا په موخه پانګونه او لازمې اسانتیاوې برابرې شي نو د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو راتګ به دې ولایت ته لازیات شي او په دغه ولایت کې به د ګرځندوی سکتور لاپیاوړی شي.

۱۴۴۸/۲/۲۴ هـ ق