سمنګان کې لسګونه ځوانان له وړیا ښوونیز مرکز څخه فارغ شول
د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ، د اکتید (ACTED) دفتر اړوند د ځوانانو د سوداګریزې ودې له مرکز څخه ۱۵۰ تنه ځوانان د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې، چې سیمهییزو مسؤلینو، استادانو، ځوانانو او د زده کوونکو کورنیو پکې ګډون کړی و، فارغ شول. او دغو زده کوونکو د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، فریلانسینګ، وېبپاڼو ډیزاین او ګرافیک ډیزاین په برخو کې تخصصي زدهکړې ترلاسه کړي دي.
د اکتید دفتر د ښې حکومتولۍ مسوول محمد عالم نوابي په دې مراسمو کې وویل: دا د ځوانانو د سوداګریزې ودې مرکز د فراغت لومړۍ دوره ده، چې موخه یې د ځوانانو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول او هغوی ته د کارموندنې او پر ځانبساینې زمینې برابرول دي.
دغه راز د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیروزالدین منیب د علم ترلاسه کولو او د هېواد په راتلونکي کې د ځوانانو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې وویل: ځوانان د ټولنې ارزښتمنه پانګه او د هېواد د پرمختګ او ودې اصلي ځواک دي، نو باید له شته ښوونیزو فرصتونو څخه په غوره توګه ګټه پورته کړي.
۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق